بادغیس کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې او لومړنیو اړتیاوو بستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۵:۶
Bd

پنجشنبه، ۱۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې او لومړنیو اړتیاوو بستې ووېشل شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ برابره شوې وه، چې پکې د هرې کورنۍ لپاره ۱ پلاستیکي سطل، ۱ پلاستیکي تشت، د ښځو اړوند د اړتیا وړ توکي، د روغتیا ساتنې یوه بسته او یو شمېر نور اړین توکي شامل وو.

دغه مرسته د اړمنو کورنیو د روغتیايي او معیشتي وضعیت د ښه والي په موخه ترسره شوه.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د روغتیا ساتنې، حفظ الصحې او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له لارې د زیانمنو او اړمنو کورنیو د ژوند شرایط ښه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

سرپل کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۲۴۷ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د ۲۸ ماشومانو د زړه عملیاتونه ترسره شوي

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر له پیل راهیسې تر دې دمه د ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۹
Background image

لغمان؛ پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو نږدې ۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو د ۴.۹ ټنه خوراکي توکي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د ملک سلمان د. . .

BACK TO NEWS