بادغیس کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې او لومړنیو اړتیاوو بستې ووېشل شوې
پنجشنبه، ۱۸ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د روغتیا ساتنې او لومړنیو اړتیاوو بستې ووېشل شوې.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په ملاتړ برابره شوې وه، چې پکې د هرې کورنۍ لپاره ۱ پلاستیکي سطل، ۱ پلاستیکي تشت، د ښځو اړوند د اړتیا وړ توکي، د روغتیا ساتنې یوه بسته او یو شمېر نور اړین توکي شامل وو.
دغه مرسته د اړمنو کورنیو د روغتیايي او معیشتي وضعیت د ښه والي په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د روغتیا ساتنې، حفظ الصحې او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له لارې د زیانمنو او اړمنو کورنیو د ژوند شرایط ښه کړي.
