لغمان؛ پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو نږدې ۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۹
L

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو د ۴.۹ ټنه خوراکي توکي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۷۰.۵ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، ۵.۵ کیلو بوره او ۵ کیلو لوبیا شامل وو.

د مرستې موخه د سېلاب‌ ځپلو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو پوره کول و.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د ۲۸ ماشومانو د زړه عملیاتونه ترسره شوي

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر له پیل راهیسې تر دې دمه د ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۷:۹
Background image

لغمان؛ پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو نږدې ۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې پر ۷۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو د ۴.۹ ټنه خوراکي توکي مرسته ووېشل شوه.

دغه مرسته د ملک سلمان د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

بدخشان؛ ۱۵۰ سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰ سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د ۱ میلیون او ۵۷۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته. . .

BACK TO NEWS