کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د ۲۸ ماشومانو د زړه عملیاتونه ترسره شوي

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۸
K

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر له پیل راهیسې تر دې دمه د ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصو روغتیاپالانو له لوري ترسره شوي، چې له ډلې یې نن ۹ ماشومان له بریالۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

په دغه روغتون کې هره ورځ له څلورو تر شپږو د زړه سوري لرونکو ماشومانو جراحي عملیات ترسره کېږي، چې د درملنې ټول لګښتونه یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون په دې وروستیو کې د زړه سوري ناروغانو د تخصصي درملنې په موخه پرانیستل شوی، څو اړمن ناروغان په هېواد کې دننه له وړیا تخصصي روغتیايي خدمتونو برخمن شي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د خپلو روغتیايي خدمتونو د پراختیا له لارې اړمنو او بې‌ وزله هېوادوالو ته د تخصصي درملنې زمینه برابره او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی لا اسانه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۵:۳۷
Background image

پکتیا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۲۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۸۵۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۱۷
Background image

کونړ؛ تېره يوه میاشت کې څه باندې ۵ زره ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

سې شنبه، ۲٣ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۷۲۱ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS