ځوانان او رضاکاران

ځوانان او رضاکاران:

د سرو میاشتو بنسټ په رضاکارانه روحیه ایښودل شوی، که د سره صلیب، نړیوال غورځنګ او سرې میاشتې شالید (تاریخچې) ته وکتل شي، رضاکارانه خدمتونه د دې نړیوال بشرپال غورځنګ د منځ ته راتلو سبب شوي. ځوانان او رضاکاران د سرې میاشتې د ملا د تیرحیثیت لري. څرنګه، چې له نوم څخه یې معلومېږي، دغه رضاکاران د پېښو منځ ته راتلو پرمهال په رضاکارانه توګه له تبعیض او ګټې لاسته راوړلو پرته فعالیت ترسره کوي، د ملي ټولنې د خدمتونو په برخه کې مهم رول لوبوي، چې اوس مهال سره میاشت د هېواد په کچه په زرګونه رضاکاران لري.

همدارنګه د رضاکارانو څانګه د ځوانانو او رضاکارانو د فعالیتونو لوړونې په موخه  د هېواد په ښوونځیو کې ځوانانو ته د سالمې روزنې په موخه ښونیزې برنامې او په بېلابېلو برخولکه د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ پېژندنه، د رضاکاری سیستم رامنځ ته کول، لومړنۍ روغتیایي زده ګړې، بشري ارزښتونو ته درناوی، سپورت ته د ځوانانو هڅول، د نشه یي توکو له کارونې ځان ساتنه، د سولې روحیه پیاوړې کول، د هېواد د بېلابېلو قومونو ترمنځ غوره اړیکې، ښوونیزکورسونه او هنري پروګرامونه او نور هغه فعالیتونه، چې ځوانانو ته ګټور او اغیزمن وي د هېواد په ښوونځیو کې په لاره اچول کېږي.

د سرې میاشتې ځوانان او رضاکاران د رضاکارانه خدمتونو وړاندې کولو له زده کړو سره سم د طبیعي او غیر طبیعي پېښو د منځ ته راتلو پرمهال پېښو ته د ځواب ورکونې له ګروپونو او کارکوونکو سره څنګ په څنګ د پېښځپلو پر وړاندې بشرپالې کړنې ترسره کوي. په ځانګړې توګه د هېواد په نا امنه ولایتونوکې د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د وژول شویو او ټپي وګړو د تبادلې چارې په غاړه لري، چې تر دې مهاله یې د جګړې سلګونه ټپیان او مړي تبادله کړي.

۱ - د سپورت او بدني روزنې کمېټه:

د سپورت او بدني روزنې کمېټه د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په چوکاټ کې فعالیت ترسره کوي، د دې کمېټې ټیمونه له نارینه او ښځینه لوبغاړو رامنځ ته شوي، چې د والیبال، پنګ پانګ او کراټې په برخوکې خپل تمرینونه ترسره کوي، یادو لوبغاړو ته د سرې میاشتې په سپورتي جمنازیم کې د یو تن مسلکي روزونکي له لوري په بېلابېلو وختونو کې روزنه ورکول کېږي. د دې کمېټې موخه وګړو ته د سرې میاشتې بشرپال اصول او پېژندنه ده، چې د سپورت له لارې ترسره کېږي. د سرې میاشتې د والیبال ټیم د هېواد یو له نوموتو ټیمونه څخه ګڼل کېږي، چې له کلونو راهیسې د المپیک کمېټې له لوري په لاره اچول شويو تورنمنټونو کې ګډون کړی او په لوبو کې یې لومړۍ، دوهم مقام په خپل نوم کړی او د اتلولۍ جامونه یې د سرې میاشتې په نوم کړي.

 د سرې میاشتې سپورټي ټیمونه له هلکانو او نجونو جوړ دي، د سرې میاشتې د پنګ پانګ ټیم ښځینه او نارینه لوبغاړي د کابل په مرستون کې شامل هغه ماشومان دي، چې په بېلابېلو مسابقو کې له ګډون ورسته یې د اتلولۍ مډالونه ترلاسه کړي.

۲د رضاکارانو کلوپونه:

افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپلو ۲۸ ولایتي نمایندګیو کې د ښوونځیو بې سرپرسته زدکوونکو ته  وړیا ښونیز کلوپونه چمتو کړي، چې په هغو کې زده کوونکو ته د ښوونځي مضمونونه د رضاکارو ښوونکو له لوري د ښوونیزې کچې لوړونې په موخه تدریس کېږي.

۳د غړیتوب سیستم:

د ملي ټولنې په جوړښت کې د غړیتوب سیستم، چې د هغه په واسطه زموږ زرګونه هېواد وال په مرکز او ولایتونو کې د سرې میاشتې افتخاري غړیتوب لري، غړي په رضاکارانه خدمتونو او یا د غړیتوب حق یا د نغدي او فوق العاده مرستې په ورکړه د دې خيرپالې ټولنې په تحکیم کې فعاله ونډه لري.

له بل لوري د نړۍ د هېوادونوسرې میاشتې او  سورصلیب د غړیتوب د سیستم لرونکې دي، چې دا غړي د سرومیاشتو د بشرپالو خدمتونو ملاتړي ګڼل کېږي. د دې سیستم د ارزښت له امله، د سرې میاشتې رهبري غواړي د دې سیستم ملاتړ و کړي. په پایله کې د د ې سیستم ملاتړ او پلوي د دې باعث شوې ترڅو د هېواد په ټولو نماینده ګیو کې زرګونه هېوادوال د سرې میاشت غړيتوب ترلاسه کړي. غړیتوب لرونکي وګړي له اصولو سره سم په میاشت کې  (۱۰) افغانۍ د غړیتوب حق او یوځل (۲۰) افغانۍ د شاملېدو حق د ګروپ خزانه دار ته سپاري، هرګروپ له ۲۰ تر۳۰ تنه وګړي لري، چې رییس او خزانه دار یې له خپل منځ څخه په ټاکنیز ډول ټاکل کېږي.

۳د وینې ورکړه:

د افغاني سرې میاشتې رضاکاران هرکال د وینې راټولونې کمپاین کې په خپله خوښه ګډون کوي او د وینې د ورکړې  نړیواله ورځ  په رضاکارانه ډول بې سرپرسته ناروغانو ته د خپلې وینې  په ورکړه، کوم چې وینې ته اړتیا لري لمانځي. البته په دې ډول لویو غونډو کې ګډون کول د روغتیا وزارت او روغتیایي مرکزونو سره په همغږۍ د سرې میاشتې په مرکز او نماینده ګیو کې ترسره کېږي، چې تر دې مهاله یې په زرګونه خلطې وینه اړمنو او بې سرپرسته ناروغانو ته ورکړې

۴بشري ارزښتونه:

افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشرپالنې روحیې د ملاتړ لپاره د بشري ارزښتونو پروګرام رامنځ ته کړی، چې وکولای شي بشري ارزښتونه د وګړو په منځ کې خپاره کړی او له دې لارې د ورورګلوۍ احساس او روحیه په ټولنه کې را ژوندی کړي.

دا ډول پروګرامونه په مسجدنو، د روزنې او ښونې بنسټونو، ټولنو، ورکشاپونو او سیمینارونو کې پرمخ وړل کېږي او وګړو ته د زغم ، متقابل درناوي، مرستې او زړه سوي، یو او بل سره په غم او ښادیو کې د ګډون موضوع ګانې وړاندې کوي، ترڅو د بشرپالنې بنسټ په ټولنه کې پیاوړی او د بشرپالنې څانګه لا تحکیم شي. دا ډول فعالیتونه کولای شي په یوه ټولنه کې د بې موجبه ستونزو په برخه کې ګټور تمام شي.