کابل؛ د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د ۲۸ ماشومانو د زړه عملیاتونه ترسره شوي
شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر له پیل راهیسې تر دې دمه د ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصو روغتیاپالانو له لوري ترسره شوي، چې له ډلې یې نن ۹ ماشومان له بریالۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
په دغه روغتون کې هره ورځ له څلورو تر شپږو د زړه سوري لرونکو ماشومانو جراحي عملیات ترسره کېږي، چې د درملنې ټول لګښتونه یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون په دې وروستیو کې د زړه سوري ناروغانو د تخصصي درملنې په موخه پرانیستل شوی، څو اړمن ناروغان په هېواد کې دننه له وړیا تخصصي روغتیايي خدمتونو برخمن شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د خپلو روغتیايي خدمتونو د پراختیا له لارې اړمنو او بې وزله هېوادوالو ته د تخصصي درملنې زمینه برابره او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی لا اسانه کړي.
