کابل؛ د لومړنیو روغتیايي مرستو روزونکو ته درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو
دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د کابل په مرکزي دفتر کې د لومړنیو روغتیايي مرستو د روزونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
دغه ورکشاپ، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ ترسره کېږي، د هېواد د اووه زونونو د لومړنیو روغتیايي مرستو ۱۶ تنه روزونکي پکې ګډون لري.
د ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو، د بې هوښۍ د حالت مدیریت، د وینې بهېدنې کنټرول، د ټپونو او ماتېدنو، سوځېدنو، د مصدومینو خوندي لېږد او د بېړنیو پېښو پر مهال د اغېزمن غبرګون په اړه نظري او عملي زده کړې وړاندې شي.
تمه ده، چې ګډونوال به د دې ورکشاپ له بشپړېدو وروسته د لومړنیو روغتیايي مرستو په برخه کې خپلې مسلکي وړتیاوې پیاوړې کړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د بېړنیو حالاتو پر مهال د معیاري او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا فعال رول ولوبوي.
