کابل؛ د لومړنیو روغتیايي مرستو روزونکو ته درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۱:۵۴
K

دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست له لوري د کابل په مرکزي دفتر کې د لومړنیو روغتیايي مرستو د روزونکو لپاره درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.

دغه ورکشاپ، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ ترسره کېږي، د هېواد د اووه زونونو د لومړنیو روغتیايي مرستو ۱۶ تنه روزونکي پکې ګډون لري.

د ورکشاپ په ترڅ کې به ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو، د بې‌ هوښۍ د حالت مدیریت، د وینې بهېدنې کنټرول، د ټپونو او ماتېدنو، سوځېدنو، د مصدومینو خوندي لېږد او د بېړنیو پېښو پر مهال د اغېزمن غبرګون په اړه نظري او عملي زده‌ کړې وړاندې شي.

تمه ده، چې ګډونوال به د دې ورکشاپ له بشپړېدو وروسته د لومړنیو روغتیايي مرستو په برخه کې خپلې مسلکي وړتیاوې پیاوړې کړي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به د بېړنیو حالاتو پر مهال د معیاري او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې لا فعال رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی حساب‌ دهی و محاسبه مالی برای کارکنان بخش مالی آغاز شد

دوشنبه، ۱۳ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ 

ورکشاپ آموزشی شش‌ روزه‌ درباره حساب‌ دهی و محاسبه مالی، برای ۲۰ تن از کارکنان مرکزی ریاست مالی هلال‌احمر افغانی، در دفتر مرکزی این اداره آغاز شد.

محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۳:۵
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی سه‌روزه برای ترینران کمک‌های اولیه آغاز شد

دوشنبه، ۱۳ محرم ۱۴۴۸

ریاست خدمات صحی هلال‌احمر افغانی، ورکشاپ آموزشی سه‌روزه‌ای را برای ترینران کمک‌های اولیه در دفتر مرکزی این نهاد در کابل آغاز کرد.

این ورکشاپ با حمایت مالی کمیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۱
Background image

بغلان؛ به هزاران بیمار خدمات صحی گسترده ارائه شده است

دوشنبه، ۱۳ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ 

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت بغلان، به ۴۳۴۰ بیمار خدمات معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

BACK TO NEWS