کابل؛ د مالي برخې کارکوونکو ته د حساب ورکونې او مالي محاسبې ښوونیز ورکشاپ پیل شو
دوشنبه، ۱۳ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د مالي ریاست ۲۰ تنو مرکزي کارکوونکو ته د حساب ورکونې او مالي محاسبې په اړه شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د مالي چارو رئیس ښاغلي حافظ شبیر احمد عثماني د یاد ښوونیز پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول د مالي چارو د اغېزمن، شفاف او مسؤولانه مدیریت لپاره بنسټیز ارزښت لري.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه بشپړه ګټه واخلي او خپله مسلکي پوهه او مهارتونه لا پیاوړي کړي.
دغه شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ، چې د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ ترسره کېږي، ګډونوالو ته به په کې د حساب ورکونې، مالي محاسبې او نورو اړوندو مالي موضوعاتو په اړه نظري او عملي زده کړې ورکړل شي.
تمه ده، چې د دې ورکشاپ له بشپړېدو وروسته به د مالي برخې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لا لوړې او د مالي چارو د شفافیت، دقت او اغېزمنتیا کچه به لا پیاوړې شي.
