د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون؛ هڅه کوو د ختیځ زون زلزله ځپلو ته دایمي سرپناه او د اړتیا وړ ژمني توکي چمتو کړو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۴۸
bnvgh

سې شنبه، ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مسؤول ښاغلي حسام فیصل او د پروګرامونو له مسؤول ښاغلي احمد سلیمان سره ختیځ زون کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شوو کورنیو ته د کورونو جوړولو، ژمنیو توکو او اوږدمهاله مرستو چمتو کولو په موخه وکتل.
کتنه کې ښاغلي دلاور د نړیوال فدراسیون له همېشني ملاتړ څخه مننه وکړه او د کونړ زلزله ځپلو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه یې وویل، یادو زلزله ځپلو کورنیو ته له پخو خوړو رانیولې تر نغدو پیسو پورې مرستې رسول شوي او لا هم دا بهیر جریان لري. 
نوموړي زیاته کړه، شمال زون کې هم د وروستۍ زلزلې له امله ګڼ شمېر هېوادوال زیانمن شوي او پراخ لاسنيوي ته اړتیا لري، له نړیوالو مرستندویه بنسټونو مو غوښتنه دا ده، څو له اغېزمنو شوو هېوادوالو سره خپلې مرستې لا ډېرې کړي.
په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر په خپلو خبرو کې د ختیځ زون زلزله ځپلو لپاره د افغاني سرې میاشتې له خوا ترسره کېدونکي خدمتونه د ستایلو وړ وبلل او یاده یې کړه، چې د کونړ ولایت زیانمنو شوو کورنیو ته د کورونو جوړول یې لومړیتوب دی او هم یې هغوی ته د اړتیا وړ ژمنيو توکو د چمتو کولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳
Background image

کابل؛ د خوست او میدان وردګ ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوو موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست د مشخصاتو له مخې، د خوست او میدان وردګ ولایتونو د ولایتي څانګو اړوند ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۷:۶
Background image

فراه؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت‌ کوه ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې هر رضاکار ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۱۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې. . .

BACK TO NEWS