کابل؛ د خوست او میدان وردګ ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوو موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳
K

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست د مشخصاتو له مخې، د خوست او میدان وردګ ولایتونو د ولایتي څانګو اړوند ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده موټرو (څلور دروازه يي ټویوټا هایس سوپرکشتم، چې څلور کتاره څوکۍ، قوي جنګله، فعال ایرکنډېشن او کومک لرونکی وي) د کرایه کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د افغاني سرې میاشتې د تدارکاتو آمریت له لوري جوړه شوې وه، چې شپږو لوژستیکي او ترانسپورتي شرکتونو پکې ګډون کړی و او د قرارداد د ترلاسه کولو لپاره یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

ټاکل شوې ده، چې د داوطلبۍ د اسنادو او وړاندیزونو له کره کتنې او ارزونې وروسته، د ټاکل شویو شرایطو او تدارکاتي اصولو له مخې د یادو موټرو د کرایه کولو قراردادونه له شرایطو سره برابر شرکتونو ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳
Background image

کابل؛ د خوست او میدان وردګ ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوو موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست د مشخصاتو له مخې، د خوست او میدان وردګ ولایتونو د ولایتي څانګو اړوند ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۷:۶
Background image

فراه؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت‌ کوه ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې هر رضاکار ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۱۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې. . .

BACK TO NEWS