فراه؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې
شنبه، ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې هر رضاکار ته یوه بسته ورکړل شوه.
ټاکل شوې ده، چې یاد رضاکاران به له دغو بستو څخه د بېړنیو پېښو پر مهال زیانمنو هېوادوالو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ګټه واخلي.
افغاني سره میاشت د رضاکارانو د روغتیايي ظرفیتونو او امکاناتو په پیاوړتیا سره هڅه کوي؛ څو په بېړنیو حالاتو کې د ټولنې د لومړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر وخت او اغېزمن خدمتونه وړاندې شي.
