کندهار؛ پر راستانه شوو کډوالو پاخه خواړه ووېشل شول

جمعه ، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لورې د کندهار تخته پل ولسوالۍ په انځرګي پنډغالي کې پر راستنو شوو کډوالو ۱۰۰۰ خوراکه پاخه خواړه ووېشل شول چې په يو خوراک کې ورېجې، غوښه، لوبیا، سلاد، ګرمه ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه شاملې وې.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو ۷۸ ورځو کې د انځرګي په کمپ کې پر راستنو شویو کډوالو ۷۸۰۰۰ خوراکه پاخه خواړه وېشل شوي دي.