هرات اسلام قلعه؛ له ایران څخه راستنو شوو کډوالو ته د پخو خوړو ترڅنګ روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي

جمعه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه په لارښوونه د هرات ولايت اسلام قلعه بندر کې د ځانګړي پلاوي، ځايي کارکوونکو او رضاکارانو له لورې له ايران څخه راستانه شوو زرګونو کډوالو ته بېړنۍ بشري او روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي.
سيمه کې د افغاني سرې مياشتې د دوه ګرځنده روغتيايي ټيمونو لخوا نن ورځ هم سلګونه کډوالو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي او پر ۶ زرو تازه راستنو شوو کډوالو د پخو خوړو ترڅنګ د څښاک اوبه هم وېشل شوي دي.