د پېښو اداره

د پيښو اداره د افغاني سرې مياشتې ټولنې يو له اړينو څانګو څخه ده چې ددې ادارې له لارې پيښو ته د ځواب ورکولو په عملياتو کې د هيواد په کچه د طبيعي او غير طبيعي پيښو زيانمنو ته مرسته ترسره کيږي.

له پيښو څخه د وزګارتيا په بهير کې ظرفيت جوړونه:

د کارکوونکو او رضاکارانو روزنه او ظرفيت جوړونه، د ملي ټولنې د خدمتونو وړاندې کول پياوړي کوي. او دغه کار کولای شي په زيان منونکو سيمو کې د لاډيرو زيانونو مخنيوی وکړي.

پيښو ته د ځواب ورکولو لپاره چمتووالی:

د پيښو رامنځته کوونکو سيمو پيژندنه، د رضاکارانو ښوونه او روزنه، پيښو سره د مبارزې لپاره د خلکو د پوهاوي د کچې لوړتيا او د اغيزمنو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له اړوندو ټولنو سره همغږي، د پيښو د رامنځته کيدو مخکې د پيښو د مديريت له برنامو څخه شيمرل کيږي.

د پيښو په لړ کې(بيړني حالات):

د ملي ټولنې د پيښو اداره د پيښې د رامنځته کيدو په لړ کې زيانمنې سيمې ته په وخت سره وردانګي او د قربانيانو د ځان ژغورنې لپاره عمل کوي. سيمې ته د کارکوونکو او رضاکارانو بيلابيل ټيمونه استول کيږي،  او له زيانمنو سره مرسته ترسره کيږي. 

پلټنه او موندنه:

په ملي ټولنه کې ددې څانګې د رامنځته کیدو موخه، له کورنيو سره د نادرکه شويو، اسيرانو او بيځايه شويو کسانو ترمنځ د اړيکو ټينګول دي.