افغاني سره میاشت؛ هرات کې څه له پاسه ۲۶ زره بېوزلو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

سې شنبه، ٢ ربيع الأول ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٠٣٥٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ١٥٩٣١ ناروغانو او مراجعینو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.