کابل؛ د ساتنې او خوندیتوب ۴۵ مدیرانو ته د امنیتي خطرونو د مدیریت پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۳۸
K

یکشنبه، ۲۷ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر، سیمه‌ ییزو زونونو او ولایتي نماینده‌ ګیو د ساتنې او خوندیتوب ۴۵ تنو مدیرانو ته د سره صليب نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د امنیتي خطرونو د پېژندنې، ارزونې او مدیریت په اړه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د ساتنې او خوندیتوب ریاست رئیس مولوي عبدالباقي خیرخواه ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، هر کارکوونکی باید د خپلې دندې او مسؤولیتونو په اړه بشپړه پوهه ولري او خپلې چارې د دندې د لایحې له مخې په منظم او مسلکي ډول ترسره کړي.

نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې په خپلو دندو کې مسؤولیت‌ پذیر واوسي او د کارکوونکو او رضاکارانو فزیکي خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه د احتمالي امنیتي پېښو د مخنیوي او مدیریت لپاره د خطرونو ارزونه مهمه وبلله او د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دوامدارو همکاریو يې مننه وکړه او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخه کې یې د دې ادارې هڅې وستایلې.

په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د امنیتي خطرونو د پېژندنې، ارزونې او مدیریت، د احتمالي ګواښونو د مخنیوي، د خطرونو د کمولو او د مناسبو امنیتي تدابیرو د ټاکلو او عملي کولو په اړه نظري او عملي زده کړې ورکول کېږي.

همداراز، ګډونوالو ته د کاري ساحو د امنیت ارزونې، د امنیتي خطرونو د راپور جوړولو، د امنیتي کامرو له لارې د ګواښونو د څارنې او کنټرول، د مخابرې خونې د مدیریت او د مخابرې د اړوندو وسایلو د کارونې په اړه هم روزنه ورکول کېږي.

د یاد ورکشاپ موخه د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د امنیتي پوهاوي لوړول، د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي پیاوړتیا او د کارکوونکو او رضاکارانو د خوندیتوب لپاره د اړینو مسلکي مهارتونو پراختیا ده.

افغاني سره میاشت د خپلو کارکوونکو او رضاکارانو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو ترڅنګ، د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره د امنیتي پوهاوي او د خطرونو مدیریت د مهارتونو پیاوړتیا لپاره دوامدارې هڅې کوي، څو بشري خدمتونه په خوندي او اغېزمن ډول وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۵۲
Background image

هرات؛ ۲۲۲ رأس بز به ۱۱۱ خانواده عودت‌کننده توزیع شد

یکشنبه، ۲۷ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، با حمایت مالی جمعیت‌های صلیب سرخ دنمارک و اتریش و اداره انکشافی اتریش، در ولسوالی‌های رباط‌سنگی، زنده‌جان، گذره و انجیل ولایت هرات، ۲۲۲. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۳۹
Background image

لغمان؛ به ۱۰۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب بسته‌های کرامت انسانی مساعدت شد

یکشنبه، ۲۷ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی به ۱۰۰ خانواده آسیب‌دیده از سیلاب در دره نورلام ولسوالی الینگار ولایت لغمان، بسته‌های کرامت انسانی مساعدت نمود.

این بسته‌ها که از سوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۰:۱۸
Background image

کابل؛ ورکشاپ پنج‌روزه مدیریت خطرات امنیتی برای ۴۵ تن از مدیران محافظت و مصئونیت آغاز شد

یکشنبه، ۲۷ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

 ورکشاپ آموزشی پنج‌روزه در بخش شناسایی، ارزیابی و مدیریت خطرات امنیتی، با حمایت مالی کمیته بین‌المللی صلیب سرخ، برای ۴۵ تن از مدیران محافظت و مصئونیت دفتر. . .

BACK TO NEWS