کابل؛ د ساتنې او خوندیتوب ۴۵ مدیرانو ته د امنیتي خطرونو د مدیریت پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو
یکشنبه، ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر، سیمه ییزو زونونو او ولایتي نماینده ګیو د ساتنې او خوندیتوب ۴۵ تنو مدیرانو ته د سره صليب نړيوالې کمېټې په مالي ملاتړ د امنیتي خطرونو د پېژندنې، ارزونې او مدیریت په اړه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د ساتنې او خوندیتوب ریاست رئیس مولوي عبدالباقي خیرخواه ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، هر کارکوونکی باید د خپلې دندې او مسؤولیتونو په اړه بشپړه پوهه ولري او خپلې چارې د دندې د لایحې له مخې په منظم او مسلکي ډول ترسره کړي.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې په خپلو دندو کې مسؤولیت پذیر واوسي او د کارکوونکو او رضاکارانو فزیکي خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه د احتمالي امنیتي پېښو د مخنیوي او مدیریت لپاره د خطرونو ارزونه مهمه وبلله او د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دوامدارو همکاریو يې مننه وکړه او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخه کې یې د دې ادارې هڅې وستایلې.
په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د امنیتي خطرونو د پېژندنې، ارزونې او مدیریت، د احتمالي ګواښونو د مخنیوي، د خطرونو د کمولو او د مناسبو امنیتي تدابیرو د ټاکلو او عملي کولو په اړه نظري او عملي زده کړې ورکول کېږي.
همداراز، ګډونوالو ته د کاري ساحو د امنیت ارزونې، د امنیتي خطرونو د راپور جوړولو، د امنیتي کامرو له لارې د ګواښونو د څارنې او کنټرول، د مخابرې خونې د مدیریت او د مخابرې د اړوندو وسایلو د کارونې په اړه هم روزنه ورکول کېږي.
د یاد ورکشاپ موخه د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د امنیتي پوهاوي لوړول، د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي پیاوړتیا او د کارکوونکو او رضاکارانو د خوندیتوب لپاره د اړینو مسلکي مهارتونو پراختیا ده.
افغاني سره میاشت د خپلو کارکوونکو او رضاکارانو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو ترڅنګ، د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو لپاره د امنیتي پوهاوي او د خطرونو مدیریت د مهارتونو پیاوړتیا لپاره دوامدارې هڅې کوي، څو بشري خدمتونه په خوندي او اغېزمن ډول وړاندې شي.
