لغمان؛ له ۱۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د انساني کرامت بستو مرسته وشوه
یکشنبه، ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې له ۱۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د انساني کرامت بستو مرسته وشوه.
یادې بستې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وې، چې هرې کورنۍ ته یوه بسته ورکړل شوه، څو د روغتیايي ستونزو د مخنیوي او د حفظ الصحې اړوند اړتیاوو په پوره کولو کې ترې ګټه واخلي.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د انساني کرامت بستو او نورو اړینو توکو په برابرولو سره د هغوی د روغتیا او حفظ الصحې د ساتنې په برخه کې مرسته کوي.
