پکتیا؛ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پرانیستل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۸
P

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ زون په کچه په پکتیا ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د دې مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د سویل ختیځ زون رئیس مولوي سید منهاج‌ الدین هاشمي، د پکتیا والي مولوي عبدالخالق عابد، د علماوو شورا مرستیال مولوي امان‌ الله حقاني، دیني عالمانو او د افغاني سرې میاشتې مسؤولینو ګډون کړی و.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د دغه مرکز پرانیسته د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل، چې افغاني سره میاشت د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی خپل اساسي مسؤولیت ګڼي.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو په اړه د خبرو پر مهال وویل، چې په هېواد کې له اړمنو او بې وزلو کورنيو سره مرستې کول مو په لومړيتوب کې ځاى لري او دا اداره به د بشري مرستو د پراختيا برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د پکتیا والي مولوي عبدالخالق عابد هم د دغه مرکز پرانیسته د هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله او له مسؤولینو یې وغوښتل، چې ورسپارل شوي مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره او خلکو ته د خدمت پرمهال اخلاص او ژمنتيا په نظر کې ونيسي.

د مراسمو په پای کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د مرکز له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه یې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

افغاني سره میاشت د هېواد په اووه زونونو؛ کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات، کندز او پکتیا کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري، چې پکې ناروغانو ته د درملنې، روغتیايي پاملرنې او ساتنې وړیا خدمتونه وړاندې کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۵۷
Background image

نیمروز؛ به ارزش ۱.۴ میلیون افغانی کمک‌های معیشتی به ۵۰ خانواده عودت‌کننده توزیع شد

یک‌شنبه، ۲۰ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی به ارزش ۱.۴ میلیون افغانی، کمک‌های نقدی و مواد مورد نیاز را به ۵۰ خانواده عودت‌ کننده در شهر زرنج، مرکز ولایت نیمروز، به‌منظور راه‌اندازی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

پکتیا؛ مرکز نگهداری و تداوی بیماران روانی افتتاح شد

یک‌شنبه، ۲۰ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

مرکز نگهداری و تداوی بیماران روانی در سطح زون جنوب‌شرق، در ولایت پکتیا، طی مراسم ویژه از سوی هلال‌احمر افغانی افتتاح شد.

در مراسم افتتاحیه این مرکز شیخ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۱۵
Background image

کابل؛ معاون هلال‌احمر افغانی با نمایندگان دهکده صلح آلمان در مورد تداوی اطفال دچار سوختگی شدید گفت‌وگو نمود

یک‌شنبه، ۲۰ جمادی‌الأولى ۱۴۴۸

محترم حافظ عزیزالرحمن، معاون هلال‌احمر افغانی، در دیدار با ین یسن و کلاودیا، نمایندگان بنیاد خیریه دهکده صلح آلمان در کابل، در رابطه با تداوی و بازگشت. . .

BACK TO NEWS