پکتیا؛ د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز پرانیستل شو
یکشنبه، ۲۰ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ زون په کچه په پکتیا ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
د دې مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د سویل ختیځ زون رئیس مولوي سید منهاج الدین هاشمي، د پکتیا والي مولوي عبدالخالق عابد، د علماوو شورا مرستیال مولوي امان الله حقاني، دیني عالمانو او د افغاني سرې میاشتې مسؤولینو ګډون کړی و.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د دغه مرکز پرانیسته د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل، چې افغاني سره میاشت د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی خپل اساسي مسؤولیت ګڼي.
نوموړي د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو په اړه د خبرو پر مهال وویل، چې په هېواد کې له اړمنو او بې وزلو کورنيو سره مرستې کول مو په لومړيتوب کې ځاى لري او دا اداره به د بشري مرستو د پراختيا برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د پکتیا والي مولوي عبدالخالق عابد هم د دغه مرکز پرانیسته د هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله او له مسؤولینو یې وغوښتل، چې ورسپارل شوي مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره او خلکو ته د خدمت پرمهال اخلاص او ژمنتيا په نظر کې ونيسي.
د مراسمو په پای کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د مرکز له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه یې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
افغاني سره میاشت د هېواد په اووه زونونو؛ کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات، کندز او پکتیا کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري، چې پکې ناروغانو ته د درملنې، روغتیايي پاملرنې او ساتنې وړیا خدمتونه وړاندې کېږي.
