اتصالات د کونړ زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۳:۹
اتصالات د کونړ زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه ۲ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه

چهارشنبه، ۱۰ ربیع‌الأول ۱۴۴۷
کونړ ولایت کې د خونړۍ زلزلې له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو د لاسنيوي او لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په موخه د اتصالات مخابراتي شرکت د خیریه چارو مسئولینو ښاغلي انجنیر فرید احمد نوري او انجنیر حمید قریشي له لوري د افغاني سرې میاشتې د مالي چارو رئیس ښاغلي حافظ شبیر احمد عثماني ته د دوه میلیونه (۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو نغدي مرستې چِک وسپارل شو.
د افغاني سرې میاشتې د مالي چارو رئیس د اتصالات مخابراتي شرکت د نغدي مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه ډول مرستې کولی شي د زلزله ځپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، نوموړي د هېواد په نورو خیر پالو او شتمنو وګړو هم غږ وکړ، څو په دې بېړني حالت کې د کونړ د زلزله ځپلو د لاسنیوي لپاره مرستې وکړي او ډاډ یې څرګند کړ، چې د یاد مخابراتي شرکت مرسته به په بشپړ شفافیت او عدالت پر زلزله ځپلو کورنیو ووېشل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۶
Background image

ورکشاپ آموزشی به منظور انکشاف بیشتر استراتژی پنج‌ساله خدمات صحی آغاز شد

دوشنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷
ورکشاپ آموزشی چهارروزه به‌منظور انکشاف و مؤثریت خدمات صحی هلال‌احمر افغانی برای ۵۵ تن از کارکنان صحی مرکز و ولایات، با حضور معاون عملیاتی سکرتر جنرال محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۱۴
Background image

لوگر، برای هزاران بیمار تسهیلات صحی فراهم شده است

دوشنبه، ۲۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۷
کارمندان صحی هلال‌احمر افغانی در ۳۰ روز گذشته، برای ۳۷۲۹ تن از بیماران در ولسوالی‌ها و قریه های مختلف ولایت لوگر خدماتی مانند؛ معاینه و توزیع ادویه، پانسمان. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۸:۱۸
Background image

کنر؛ به خانواده‌های زلزله‌زده بیست و دو و نیم میلیون افغانی کمک نقدی توزیع شد

یکشنبه، ۲۶ ربیع الآخر ۱۴۴۷
هلال‌احمر افغانی به‌منظور تأمین نیازهای اولیهٔ زندگی، برای ۱۵۰۰ خانوادهٔ زلزله‌زده در قریه‌های مختلف مربوط به درهٔ مزار، ولسوالی نورگل ولایت کنر، مبلغ بیست. . .

BACK TO NEWS