د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د مرکزي رياست مسؤولينو سره د ښې همغږۍ په موخه اداري ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۴۴
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې رهبرۍ د مرکزي رياست مسؤولينو سره د ښې همغږۍ په موخه اداري ناسته ترسره کړه!

نن چهارشنبه د شعبان د میاشتې پر ١٣مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي الحافظ عزیز الرحمن د دې خیریه ملي ټولنې د مرکزي دفتر د رئیسانو او مستقلو آمريتونو له آمرينو سره اداري ناسته وکړه. 
ناسته کې سرپرست عمومي رئیس د چارو او فعاليتونو په برخه  کې د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د مسٸولينو ترمنځ اداري جلسې مهمې يادې کړې او زياته يې کړه چې د افغاني سرې مياشتې هر مسٸول او کارکوونکى بايد هېوادوالو ته پر وخت او ښه شکل د خدماتو په وړاندې کولو کې ژمن اوسي او  اړونده چارې بايد په بشپړ شفافيت، عدالت او اخلاص ترسره کړي. 
ناسته کې د افغاني سرې مياشتې د کابل د مرکزي شفاخانې د نوي تعمير پر رغولو، ددې خيريه ملي ټولنې له املاکو د ښې استفادې، د بشرپالو مرستو د جذب، د اړمنو او بې وزله هېوادوالو ستونزو ته پر وخت د ځواب وينې او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث ترسره او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۳۳
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی سه‌روزه نظارت رسانه‌ها آغاز شد

یکشنبه، ۲۶ محرم‌الحرام ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی سه‌روزه "نظارت رسانه‌ها و نقشه بردارى رسانه‌ای" از سوی ریاست اطلاعات و نشرات هلال‌احمر افغانی برای کارکنان بخش نشرات دفاتر ساحوی، نمایندگی‌ها. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۴۶
Background image

به مشکلات صحی هزاران بیمار در نیمروز رسیدگی شده است

شنبه، ۲۵ محرم ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت نیمروز، به ۱۹۸۷خدمات معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق واکسین، تداوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۵:۱۳
Background image

میدان وردک؛ ۲۴.۳ تُن مواد غذایی برای ۳۲۱ خانواده عودت‌کننده و بی‌سرپرست توزیع شد

پنج‌شنبه، ۲۳ محرم ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی ۲۴.۳ تُن مواد غذایی را به ۲۸۰ خانواده عودت‌کننده و ۴۱ خانواده بی‌سرپرست در میدان شهر، مرکز ولایت میدان وردک توزیع نمود.

این کمک که با حمایت. . .

BACK TO NEWS