د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل!

نن پنجشنبه د رجب میاشتې پر ۲۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول ښاغلي جیرمي سمېت سره د ګډو فعاليتونو د همغږۍ په تړاو ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئيس له دې خیريه ملي ټولنې د ملاتړ برخه کې د دوی له همکاریو مننه وکړه او د برتانیې د سره صلیب مرستې یې د بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره ارزښتمنې یادې کړې.
دا راز ښاغلي دلاور له ښاغلي سمېت څخه د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه او نوموړي ته یې د یادو ناروغانو د بېوزلۍ په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل. 
ورپسې په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب مسئول د خپلو همکاریو د جاري ساتلو د دوام ډاډ څرګند کړ او د مرستونونو او سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې د مرستې سربېره يې ژمنه وکړه، چې کاري شريکان به  و هڅوي، څو له دې خیریه ملي ټولنې سره خپلې مرستې لا پراخې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۴۲
Background image

به ۶۳ خانواده بی‌بضاعت در کابل، کمک‌های بشری توزیع شد

پنج‌شنبه، ۲۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
هلال احمر افغانی، به ۶۳ خانواده نیازمند و بی‌بضاعت در ناحیه هفتم شهر کابل  ۱۰ قلم کمک‌های غذایی و غیرغذایی توزیع کرد.
این کمک‌ها که از سوی هلال احمر ترکیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱
Background image

۳۰۰ خانواده نیازمند و عودت‌کننده در هلمند از کمک‌های غذایی بهره‌مند شدند

پنجشنبه ۲۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
هلال‌احمر افغانی، به‌منظور همدردی بشری، برای ۳۰۰ خانواده نیازمند و مهاجر عودت‌کننده در شهر لشکرگاه، مرکز ولایت هلمند، ۲۶.۳ تُن مواد غذایی توزیع کرد.
در این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۸
Background image

به ۳۲ خانواده عودت‌کننده در تخار خیمه مساعدت شد

پنج‌شنبه، ۲۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
 هلال‌احمر افغانی به منظور فراهم نمودن سرپناه موقت برای ۳۲ خانواده عودت‌کننده، در قریه بای دینگک، ولسوالی دشت قلعه، ولایت تخار، ۳۲ باب خیمه مساعدت نمود، که. . .

BACK TO NEWS