کابل؛ افغاني سرې میاشتې او د بریتانیا سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۲:۲
K

چهارشنبه، ۷ جمادى الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د بریتانیا سره صلیب د نړیوالو چارو له اجرائیوي مشر ریچارډ بلویټ، د افغانستان او پاکستان لپاره د یادې ادارې له استازي جېرمي سمیت او مل پلاوي سره د بشري او روغتیايي همکاریو د پراختیا او همغږۍ په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې شول. شيخ الحديث دلاور وویل، افغاني سره میاشت د بې‌ سرپرسته مېرمنو د ملاتړ او ځان‌ بسیاینې، پېښځپلو او راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي، رواني ناروغانو د درملنې او د قلبي روغتون له لارې د سوري زړه ناروغۍ لرونکو ماشومانو د درملنې او عملیاتو ترڅنګ، په لرې پرتو سیمو کې هم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

نوموړي د بشري او روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا لپاره د بریتانیا سره صلیب همکاري مهمه وبلله او د همکاریو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.

د بریتانیا سره صلیب د نړیوالو چارو اجرائیوي مشر د افغاني سرې میاشتې بشري او روغتیايي خدمتونه مهم او اغېزمن وبلل او د مرکزي او قلبي روغتونونو او مرستون له لارې یې ترسره کېدونکي خدمتونه وستایل.

ریچارډ بلویټ د دواړو ادارو ترمنځ د بشري خدمتونو په برخه کې د پنځه کلن مشارکتي تړون له مخې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

افغاني سره میاشت د بشري او روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او اړمنو خلکو ته د لا اغېزمنو خدمتونو د رسولو لپاره د سرو مياشتو او سرو صليبونو نړیوال غورځنګ له غړو سره د همکاریو او همغږۍ پراختیا ته دوام ورکوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۵۰
Background image

به ۱۰۶۵ شاگرد مکتب مشعل بیات قرطاسیه و بیک توزیع شد

چهارشنبه، ۷ جمادی‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، به ۱۰۶۵ تن از شاگردان مکتب مشعل بیات کابل مربوط این اداره، قرطاسیه و بیک توزیع نمود.

در مراسم توزیع این مواد، نعیم‌الله کریمی، رئیس هلال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۳:۱
Background image

کندز؛ از ۴۸ نامزد برای سه بست صحی امتحان اخذ شد

چهارشنبه، ۷ جمادی‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی به‌منظور استخدام افراد واجد شرایط و مسلکی برای سه بست صحی در مرکز تداوی و مراقبت بیماران روانی زون شمال‌شرق و آمریت مرستون در ولایت کندز،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۲:۳۶
Background image

کابل؛ هلال‌احمر افغانی و صلیب سرخ بریتانیا بر گسترش همکاری‌های بشردوستانه و صحی تأکید کردند

چهارشنبه، ۷ جمادی‌الآخر ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی، با ریچارد بلویت، رئیس اجرایی امور بین‌الملل صلیب سرخ بریتانیا، جیرمی اسمیت، نماینده این. . .

BACK TO NEWS