کابل؛ افغاني سرې میاشتې او د بریتانیا سره صلیب د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
چهارشنبه، ۷ جمادى الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د بریتانیا سره صلیب د نړیوالو چارو له اجرائیوي مشر ریچارډ بلویټ، د افغانستان او پاکستان لپاره د یادې ادارې له استازي جېرمي سمیت او مل پلاوي سره د بشري او روغتیايي همکاریو د پراختیا او همغږۍ په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې شول. شيخ الحديث دلاور وویل، افغاني سره میاشت د بې سرپرسته مېرمنو د ملاتړ او ځان بسیاینې، پېښځپلو او راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي، رواني ناروغانو د درملنې او د قلبي روغتون له لارې د سوري زړه ناروغۍ لرونکو ماشومانو د درملنې او عملیاتو ترڅنګ، په لرې پرتو سیمو کې هم روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي د بشري او روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا لپاره د بریتانیا سره صلیب همکاري مهمه وبلله او د همکاریو د پراختیا غوښتنه یې وکړه.
د بریتانیا سره صلیب د نړیوالو چارو اجرائیوي مشر د افغاني سرې میاشتې بشري او روغتیايي خدمتونه مهم او اغېزمن وبلل او د مرکزي او قلبي روغتونونو او مرستون له لارې یې ترسره کېدونکي خدمتونه وستایل.
ریچارډ بلویټ د دواړو ادارو ترمنځ د بشري خدمتونو په برخه کې د پنځه کلن مشارکتي تړون له مخې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
افغاني سره میاشت د بشري او روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او اړمنو خلکو ته د لا اغېزمنو خدمتونو د رسولو لپاره د سرو مياشتو او سرو صليبونو نړیوال غورځنګ له غړو سره د همکاریو او همغږۍ پراختیا ته دوام ورکوي.
