ننګرهار؛ ۴۶۴ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې
پنجشنبه، ۳ جمادی الأولى ۱۴۴۸
افغاني سرې میاشتې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو او مومند درې ولسوالیو کې ۴۶۴ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشلې.
دغه مرسته د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون، د ډنمارک او ناروې د سره صلیبونو په ملاتړ چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته ورکړل شوه، څو د روغتیايي ستونزو په مخنیوي او د حفظ الصحې د اصولو په مراعاتولو کې ورسره همکاري وکړي.
افغاني سره میاشت راستنو شویو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د روغتیايي وضعیت د ښه والي په موخه خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.
