ننګرهار؛ ۴۶۴ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۵۹
N

پنجشنبه، ۳ جمادی الأولى ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو او مومند درې ولسوالیو کې ۴۶۴ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشلې.

دغه مرسته د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون، د ډنمارک او ناروې د سره صلیبونو په ملاتړ چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته ورکړل شوه، څو د روغتیايي ستونزو په مخنیوي او د حفظ‌ الصحې د اصولو په مراعاتولو کې ورسره همکاري وکړي.

افغاني سره میاشت راستنو شویو کورنیو ته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د روغتیايي وضعیت د ښه والي په موخه خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۹:۲۲
Background image

هرات کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

شنبه، ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۰۵۱ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۷:۵۶
Background image

دایکندي؛ له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۴ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د دایکندي ولایت په خدیر ولسوالۍ کې له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ناروې سره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۷:۵۲
Background image

بدخشان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۲۴ جمادی الأولى ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۴۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

BACK TO NEWS