PastShow all
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې په یو شمېر زلزله ځپلو کلیو وګرځېد او د زلزلې له امله د نړیدلو کورونو ارزونه یې له نېږدې وکړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې په یو شمېر زلزله ځپلو کلیو وګرځېد او د زلزلې له امله د نړیدلو کورونو ارزونه یې له. . .
کنړ ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري (۱۴۰) کورنیو ته خوراکی اوغیرخوراکي توکي چې ډیری یي د ترکیي هیواد له لورې مرسته شوي و، وویشل شول!
د 1444 سپوږمیز کال د محرم الحرام په 3مه نیټه د کونړ ولایت افغاني سرې میاشتې ریاست له لوري د چپی درې، ماڼوګي او وټه پور ولسوالیو د بارانونو او واورو له امله (۱۴۰) زیانمن شویو کورنیو ته. . .
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس خالص د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ ته د شهیدانو شویو وګړو یتیمانو ته نغدي مرسته وویشله!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې په زلزله کې د شهیدانو شویو وګړو یتیمانو ته نغدي مرسته وویشله.
. . .
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ او د زلزلې له امله د شویو شهیدانو وارثینو او قومي مشرانو ته یې د فاتحې تر څنګ له نوموړو سره په لیدنه کې د زلزله ځپلو سیمو ستونزې او اړتیاوې واورېدې!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د محرم الحرام پر ۳مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو سیمو ته سفر وکړ او د زلزلې له امله د شویو شهیدانو. . .
د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې په پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ
د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د یکشنبې په ورځ په پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ او د یاد. . .
د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي د قطر هېواد د سرې میاشتې له استازي ښاغلي احمد سره لیدنه ترسره کړه!
یکشنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د محرم الحرام پر دویمه د افغاني سرې میاشتې مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي د قطر هېواد د سرې میاشتې له استازي ښاغلي احمد سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره. . .
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د محرم الحرام پر ۲مه لوګر ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ریاست ته سفر وکړ او د نمایندګۍ ټول کارکوونکي او یو. . .
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان اولسوالۍ سېلاب ځپلو ته طبي توکي او درمل ولېږل!
جمعه تېره ورځ ناوخته د ذوالحجې د میاشتې پر ۳۰ نېټه د ارزګان ولایت د افغاني سرې میاشتې نماینده ګۍ ریاست د صحي روغتیایې ټیم له لورې د خاص ارزګان اولسوالۍ سېلاب ځپلو کورنیو ته طبي توکي. . .
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس او د افغاني سرې میاشتې مرستیال د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو او په ۲۱ نورو ولایتونو کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره د لا نورو مرستو په اړه تفصیلي ناسته ترسره کړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص او د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د خوست او پکتیکا ولایتونو له زلزله ځپلو او په ۲۱ نورو ولایتونو کې له سیلاب. . .
