د افغاني سرې میاشتې مرستیال او مل پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له سفیر او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۹:۵
د افغاني سرې میاشتې مرستیال  او مل پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له سفیر او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي او مل پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له سفیر رابرټ ډیکسن او مل پلاوي سره ناسته ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي له افغانستان سره د بریتانیا د هېواد د وروستیو بشري مرستو مننه وکړه او د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو او د رواني ناروغانو د درملنې او له پېښځلو سره د بشري مرستو برخو کې یې له افغاني سرې میاشتې سره د همکارۍ غوښتنه وکړه. د افغانستان لپاره د بریتانیا سفیر رابرټ ډیکسن له افغاني سرې میاشتې سره د هر اړخیزه همکاري ژمنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

BACK TO NEWS