کابل؛ د افغاني او قطر سرو میاشتو ترمنځ د بشري همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وشو
سې شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیزالرحمن په افغانستان کې د قطر سرې میاشتې له مشر ښاغلي بها النجومي سره تعارفي ناسته وکړه او د دواړو ملي ټولنو ترمنځ یې د بشري همکاریو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې.
حافظ عزیزالرحمن د قطر سرې میاشتې مشر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نوموړي د بشردوستانه خدمتونو د پراخې تجربې یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې له خپلې تجربې څخه په استفادې سره به د افغانستان لپاره د بشري مرستو د جلب او د اړمنو خلکو د ملاتړ په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي. نوموړي همدارنګه د قطر سرې میاشتې د مخکني مشر بشردوستانه خدمتونه او له افغاني سرې میاشتې سره د هغه د همکاریو هڅې د قدر وړ وبللې.
ښاغلي النجومي له افغاني سرې میاشتې سره د قطر سرې میاشتې د همکاریو پر دوام خوښي څرګنده کړه او د بشردوستانه خدمتونو د لا پراختیا لپاره یې د ګډ کار پر اهمیت ټینګار وکړ.
په ناسته کې د دواړو ملي ټولنو ترمنځ د بشري همکاریو د پیاوړتیا، د اړمنو خلکو د ملاتړ او په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د پراختیا په اړه هم خبرې وشوې.
