کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس او د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۳:۵۳
Kabul

دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ښاغلي جوهانس بروور له قلبي روغتون څخه لیدنه وکړه او د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې بهیر او ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

د روغتون د بېلابېلو برخو د لیدنې پر مهال دواړو مشرانو د متخصصو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو فعالیتونه، ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو د څرنګوالي او د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې د بهیر په اړه له اړونده مسٶولينو معلومات واورېدل.

ښاغلي دلاور د روغتون د فعالیتونو او د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې په برخه کې د متخصصو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو هڅې مثبتې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې ناروغانو ته دې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې او د خدمتونو د کیفیت د لا ښه والي لپاره دې دوامدارې هڅې وشي.

ښاغلي بروور د روغتون د فعالیتونو او ناروغانو ته د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له کیفیت څخه خوښي څرګنده کړه او د زړه سوري لرونکو ماشومانو لپاره یې په افغانستان کې د دغه ډول معیاري روغتیايي مرکز جوړېدل یو مهم ګام وباله. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د سره صلیب نړیواله کمېټه به په دې برخه کې د افغاني سرې میاشتې ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
Background image

پنجشېر؛ ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز او د شتل، رخه، عنابه او حصه اول ولسوالیو ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د مسلکي روزنې لپاره د نړیوال فدراسیون د همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره د سرې مياشتې د ظرفیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS