بلخ؛ ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول
دوشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار د بېلابېلو ناحیو ۴۰۰ اړمنو کورنیو ته ۷.۶ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه مرسته د ازبکستان هېواد له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ لېټره غوړي او ۹ کیلوګرامه بسکوېټ ورکړل شول.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د هېواد په کچه اړمنو او بېوزلو کورنیو ته پر وخت اړینې بشري مرستې ورسوي.
