کابل؛ د افغاني سرې میاشتې، سره صلیب نړیوالې کمېټې او نړیوال فدراسیون ترمنځ د بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲۰
K

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، د دې ادارې په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر ښاغلي جوهانس بروور او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مسؤول ښاغلي حسام فیصل سره وکتل.

په دې ناسته کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د بېړني لاسنیوي، د بشري مرستو د جلب، له نړیوالو ملاتړ کوونکو سره د همغږۍ د پیاوړتیا، د سیمه‌ ییزو زونونو او ولایتي نمایندګیو د بېړنیو زېرمو د پیاوړتیا او د بېړنیو حالاتو لپاره د اړینو مرستندویه توکو او تجهیزاتو د برابرولو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دا اداره په ټول هېواد کې اړمنو، پېښځپلو، داخلي بې‌ ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کورنیو ته بېلابېل بشري خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د نړیوالو کاري شریکانو او مرسته کوونکو دوامداره ملاتړ د دغو خدمتونو د پراختیا لپاره ځانګړی اهمیت لري.

هغه د بشري مرستو د جلب لپاره له نړیوالو ملاتړ کوونکو سره د مستقیمو ناستو او همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ، څو د هېواد د بشري اړتیاوو، د طبیعي پېښو د اغېزو او د زیانمنو کورنیو د وضعیت په اړه کره معلومات شریک او د مرستو د جلب زمینه لا پراخه شي.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال وویل چې افغانستان په پرله‌ پسې ډول له سېلابونو، زلزلو، وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو سره مخ دی، چې له امله یې هر کال زرګونه کورنۍ بشري مرستو ته اړتیا پیدا کوي. نوموړي د بېړنیو غبرګونونو د اغېزمنتیا لپاره د ولایتي زېرمو د پیاوړتیا، د مرستندویه توکو پر وخت برابرولو او د نړیوالو کاري شریکانو د دوامدار ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.

له بلې خوا د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشرانو د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د نړیوالو ملاتړ کوونکو سره د همغږۍ، د بشري مرستو د جلب او د افغاني سرې میاشتې د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

دواړو لورو همدارنګه ډاډ څرګند کړ، چې د نورستان ولایت سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش، د بېړنیو بشري مرستو د پراختیا او د اړینو بشري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به ګډې همکارۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند؛ د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په ولایتي نمایندګۍ کې د هلمند، کندهار، ارزګان او زابل ولایتونو د کنټرول مدیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۲۸
Background image

پکتیا؛ له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې له ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه مرسته، چې د المان سولې کلي له. . .

BACK TO NEWS