کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې
چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.
دغه مرسته، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ چمتو شوې وه، له مخې یې هرې مېرمنې ۱۰ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
یاده مرسته د دغو مېرمنو او د هغوی د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د خوراکي توکو د کمښت د اغېزو د راکمولو په موخه ترسره شوه.
ټاکل شوې ده، چې د همدې پروګرام په چوکاټ کې به په راتلونکو درې میاشتو کې هم یادو مېرمنو ته ورته نغدي مرستې ووېشل شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د بشري مرستو د پروګرامونو له لارې د اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو، د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا او د هغوی د ژوند د ستونزو په راکمولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
