میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه
پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د لنډمهالې سرپناه د برابرولو او د کورنۍ د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه، چې په کې یوه خېمه، اووه کمپلې، دوه ترپالونه، د پخلنځي د توکو یو سیټ او د اوبو دوه بوشکې شاملې وې.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
