کابل؛ د بحراني پېښو د مدیریت دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۲۲
K

یکشنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د بېلابېلو ریاستونو او د ساتنې او خوندیتوب ریاست اړوند د سیمه ‌ییزو زونونو مدیرانو ته د بحراني پېښو د مدیریت په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د ساتنې او خوندیتوب ریاست رئیس ښاغلي مولوي عبدالباقي خیرخواه د دغه روزنیز پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او د بحراني پېښو د اغېزمن مدیریت لپاره یې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول اړین وبلل.

نوموړي زیاته کړه، چې ګډونوال به د دې ورکشاپ له لارې د بحراني پېښو د مدیریت، چمتووالي، همغږۍ او پر وخت ځواب ویلو په اړه لازم معلومات او عملي مهارتونه ترلاسه کړي.

یاد روزنیز ورکشاپ، چې د آی سي آر سي په مالي ملاتړ برابر شوی، ګډونوالو ته به پکې د متخصصو روزونکو له لوري د بحراني پېښو د مدیریت، د خطرونو د ارزونې، چمتووالي، همغږۍ او اغېزمن ځواب ویلو په اړه اړین معلومات او عملي روزنې وړاندې شي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو له لارې د بېلابېلو بشري او عملیاتي برخو ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۹:۱۸
Background image

لوګر؛ سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز پل‌علم په بېلابېلو سیمو کې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دغه پروګرام، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۸:۴۱
Background image

بلخ؛ پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او د مزارشریف ښار د يو شمېر ناحیو پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
Background image

نورستان؛ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملک سلمان د. . .

BACK TO NEWS