کابل؛ د بحراني پېښو د مدیریت دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
یکشنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د مرکزي دفتر د بېلابېلو ریاستونو او د ساتنې او خوندیتوب ریاست اړوند د سیمه ییزو زونونو مدیرانو ته د بحراني پېښو د مدیریت په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د ساتنې او خوندیتوب ریاست رئیس ښاغلي مولوي عبدالباقي خیرخواه د دغه روزنیز پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او د بحراني پېښو د اغېزمن مدیریت لپاره یې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول اړین وبلل.
نوموړي زیاته کړه، چې ګډونوال به د دې ورکشاپ له لارې د بحراني پېښو د مدیریت، چمتووالي، همغږۍ او پر وخت ځواب ویلو په اړه لازم معلومات او عملي مهارتونه ترلاسه کړي.
یاد روزنیز ورکشاپ، چې د آی سي آر سي په مالي ملاتړ برابر شوی، ګډونوالو ته به پکې د متخصصو روزونکو له لوري د بحراني پېښو د مدیریت، د خطرونو د ارزونې، چمتووالي، همغږۍ او اغېزمن ځواب ویلو په اړه اړین معلومات او عملي روزنې وړاندې شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو له لارې د بېلابېلو بشري او عملیاتي برخو ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.
