نورستان؛ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
N

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته ۷۰.۵ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکړل شول. په دې مرسته کې ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو ګرامه وریجې، ۵.۵ کیلو ګرامه بوره او ۵ کیلو ګرامه لوبیا شامل وو.

د دغې مرستې موخه د سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو پوره کول او د هغوی بشري ملاتړ دى.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د همدې ولایت د مرکز پارون په ښار کې پر ۲۷۶ سېلاب ځپلو کورنیو ۲۱ ټنه خوراکي توکي وېشل شوي وو.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، څو د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته پر وخت اړینې بشري مرستې ورسوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۴۰
Background image

ننګرهار؛ پر ۴۹ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۳.۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ پر ۴۹ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ۳.۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۳۷
Background image

جوزجان؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د جوزجان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۷ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۹:۱۸
Background image

لوګر؛ سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز پل‌علم په بېلابېلو سیمو کې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دغه پروګرام، چې. . .

BACK TO NEWS