ننګرهار؛ پر ۴۹ سېلاب ځپلو کورنیو ۳.۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول
شنبه، ۲۴ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ پر ۴۹ سېلاب ځپلو کورنیو ۳.۵ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.
یاده مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز په ملاتړ چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵.۵ کیلو ګرامه بوره، ۵ کیلو ګرامه وریجې او ۵ کیلو ګرامه لوبیا ورکړل شول.
یادې کورنۍ څه موده وړاندې د سختو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې او دغه مرسته یې د خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترلاسه کړه.
د مرستو د وېش پر مهال مرسته اخیستونکو کورنیو د افغاني سرې میاشتې او ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له ملاتړ څخه مننه وکړه او د ورته بشري همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.
افغاني سره میاشت د کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو له مخې پر وخت خوراکي او نورې اړینې مرستې ورسوي او د هغوی د ستونزو په کمولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
