‏د افغاني سرې میاشتې د غصب شويو ځمکو د استرداد لپاره ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۸:۳۸
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې د غصب شويو ځمکو د استرداد لپاره ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

نن د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۹ مه، له اجنډا سره سم د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او مرکزي رئیسانو تر منځ په کارونو کې د همغږۍ او اداري چارو د لا ښه والي په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.   
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور ګډونوالو ته مسؤلیت ته په ژمنتیا او په چارو کې د رښتینولۍ په هکله هر اړخيزه وینا وکړه. دا راز ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې اړوند د غصب شویو ملکیتونو د راګرځولو په موخه د يوې ځانګړې کمېټې د ټاکلو سربېره له شته املاکو څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو د تنظيم، ددې خيريه ملي ټولنې کارکوونکو ته په دنده کې د اړتیا وړ توکو او لوازمو برابرولو او هېوادوالو ته د ترسره کېدونکو بشرپالو خدماتو پر پراختیا ټینګار وکړ. 
د ناستې په پای کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د پورته ذکر شویو موضوعاتو په تړاو د اړوندو مسئولینو نظرونه واورېدل او د ستونزو د حل ترڅنګ یې د ریاستونو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS