کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
K

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

د ورکشاپ د پای غونډې پر مهال د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام، د دې روزنیز پروګرام د مالي ملاتړ له امله د ناروې سره صلیب مننه وکړه او ویې ویل، چې مالي برخه د هرې ادارې د اغېزمن مدیریت، روڼتیا او حساب ورکونې اساسي بنسټ جوړوي.

نوموړي زیاته کړه، د ادارې ټول فعالیتونه د مالي سرچینو پر مټ پر مخ ځي او که د مالي چارو په مدیریت کې فساد، بې‌ پروايي او یا د امانتدارۍ نشتوالی رامنځته شي، نو د ادارې ټول سیستم له جدي ستونزو او ګډوډۍ سره مخ کېږي.

هغه له ګډونوالو وغوښتل، چې د امانتدارۍ، ژمنتیا او مالي اصولو په دقیق رعایت سره خپلې دندې ترسره کړي او له ترلاسه شوو زده‌ کړو څخه په عملي چارو کې اغېزمنه ګټه واخلي.

دغه روزنیز ورکشاپ د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ ترسره شوی و، چې موخه یې د مالي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د مالي محاسبې او حساب ورکونې د کیفیت ښه کول او د مالي چارو د روڼتیا او اغېزمن مدیریت پیاوړتیا وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۷:۳۱
Background image

کابل؛ د مالي محاسبې شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۲۷ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، کنټرول آمریت او مرکزي روغتون ٢٠ تنو کارکوونکو ته د مالي محاسبې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه‌ ییزو دفترونو، نماینده‌ګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

نیمروز کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۲۵ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د نیمروز ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۹۸۷ تنو ناروغانو ته د معاینې، درملو د ورکړې، د. . .

BACK TO NEWS