بغلان؛ په تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو ناروغانو ته د درملنې او روغتیايي مشورو خدمتونه وړاندې شوي
یکشنبه، ۲۰ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۸۸۵۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۵۷۵ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
