بغلان؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د انساني کرامت بستې ووېشل شوې
شنبه، ۱۹ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د انساني کرامت بستې ووېشل شوې.
دغه بستې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري برابرې شوې وې، چې هرې کورنۍ ته د روغتیايي ستونزو د مخنیوي او د حفظ الصحې د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یوه بسته ورکړل شوه.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د انساني کرامت بستو او نورو اړینو توکو په برابرولو سره د هغوی د روغتیا او حفظ الصحې د ساتنې په برخه کې مرسته کوي.
