کابل؛ قلبي روغتون کې د جراح د مرستیالانو درې بستونو لپاره له ۴۰ نوماندانو ازموینه واخیستل شوه
شنبه، ۱۹ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د قلبي روغتون د جراح د مرستیالانو پر درې خالي بستونو د وړ او مسلکي روغتياپالانو د ګمارنې په موخه له ۴۰ نوماندانو څخه تحریري ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري ترسره شوه، چې د نوماندانو د مسلکي وړتیاوو د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.
د ازموینې بهیر د شفافیت او عدالت د اصولو په پام کې نیولو سره ترسره شو او د تحریري ازموینې د پایلو له ارزونې وروسته به بریالي نوماندان د تقریري ازموینې لپاره مشخص کړل شي.
د بهیر په بشپړېدو سره به د تحریري او تقریري ازموینو د پایلو پر بنسټ وړ نوماندان د جراح د مرستیالانو پر خالي بستونو وګمارل شي.
