‏د افغاني سرې میاشتې د غصب شويو ځمکو د استرداد لپاره ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۸:۳۸
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې د غصب شويو ځمکو د استرداد لپاره ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

نن د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۹ مه، له اجنډا سره سم د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او مرکزي رئیسانو تر منځ په کارونو کې د همغږۍ او اداري چارو د لا ښه والي په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.   
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور ګډونوالو ته مسؤلیت ته په ژمنتیا او په چارو کې د رښتینولۍ په هکله هر اړخيزه وینا وکړه. دا راز ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې اړوند د غصب شویو ملکیتونو د راګرځولو په موخه د يوې ځانګړې کمېټې د ټاکلو سربېره له شته املاکو څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو د تنظيم، ددې خيريه ملي ټولنې کارکوونکو ته په دنده کې د اړتیا وړ توکو او لوازمو برابرولو او هېوادوالو ته د ترسره کېدونکو بشرپالو خدماتو پر پراختیا ټینګار وکړ. 
د ناستې په پای کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د پورته ذکر شویو موضوعاتو په تړاو د اړوندو مسئولینو نظرونه واورېدل او د ستونزو د حل ترڅنګ یې د ریاستونو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۹:۸
Background image

ARCS Leadership Meets with IFRC Regional Director for Asia-Pacific and Accompanying Delegation

Saturday, June 28, 2025

Acting General President of ARCS, Sheikh Ul Hadith Shahabuddin Delawar, along with Vice President Hafiz Azizur Rahman, held a high-level meeting this morning. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۶:۱۵
Background image

د افغاني سرې میاشتې اړوند د موټرو دوه تمځایونه په کرایه ورکول کېږي

کابل - شنبه، ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې اړوند د آریانا او امیري روغتونونو مخې او د قوای مرکز مارکیټ ته څېرمه د موټرو تمځایونو ( پارکینګونو) د کرایې ورکولو په موخه د مزایدې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۵۹
Background image

سرپرست عمومي رئیس د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د آسیا پاسېفېک حوزې له مشر او مل پلاوي سره وکتل

شنبه، ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷

د ‎افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د آسیا. . .

BACK TO NEWS