کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۵:۱۰
K

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل شوې.

د دغو پروژو له لارې به ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي سیمه‌ ییز کاریګر د یوې میاشتې لپاره په کار وګومارل شي، چې هر مسلکي کاریګر ته به د ورځې ۱۰۰۰ افغانۍ او هر غیر مسلکي کاریګر ته ۵۰۰ افغانۍ مزد ورکړل شي.

د پروژو په ترڅ کې به یو شمېر عام المنفعه چارې ترسره شي، چې د کانالونو کیندل، د اوبو بندونو او پلچکونو جوړول او د نهرونو د غاړو د ساتنې لپاره د سيمي جالونو لرونکي د ډبرو دېوالونه جوړول پکې شامل دي.

دغه پروژې د اړمنو کورنیو لپاره د لنډمهالې کارموندنې او عاید زمینه برابروي او په ورته وخت کې به د عامه زیربناوو په جوړولو او بیارغولو سره د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر اړتیاوې هم پوره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

بامیانو کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ۲۰۰ ماشومانو ته وړیا جراحي عملیات ترسره شول

شنبه، ۱۰ جمادى ‌الآخره ۱۴۴۸

د جرمني هېواد د شونډو او تالو چاود په برخه کې متخصصو روغتیاپالانو د آغا خان بنسټ په ملاتړ په بامیان ولایت کې د دغو ناروغیو لرونکو ۲۰۰ ماشومانو وړیا جراحي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۲۵
Background image

کابل؛ ۳۲ کارکوونکو ته د مالي کړنلارو په اړه څلور ورځنۍ روزنه پیل شوه

شنبه، ۱۰ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست په نوښت، د روغتیايي خدمتونو، داخلي پلټنې، مالي او پېښو ریاستونو او کنټرول آمریت ۳۲ کارکوونکو ته د مالي مدیریت او کړنلارو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۶:۳۹
Background image

زابل؛ له ۷۰۰ زیانمنو کورنیو سره ۸.۷۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په ځنځیر کلي کې د جګړو له امله له ۷۰۰ زیانمنو کورنیو سره ۸ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته. . .

BACK TO NEWS