کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې
پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل شوې.
د دغو پروژو له لارې به ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي سیمه ییز کاریګر د یوې میاشتې لپاره په کار وګومارل شي، چې هر مسلکي کاریګر ته به د ورځې ۱۰۰۰ افغانۍ او هر غیر مسلکي کاریګر ته ۵۰۰ افغانۍ مزد ورکړل شي.
د پروژو په ترڅ کې به یو شمېر عام المنفعه چارې ترسره شي، چې د کانالونو کیندل، د اوبو بندونو او پلچکونو جوړول او د نهرونو د غاړو د ساتنې لپاره د سيمي جالونو لرونکي د ډبرو دېوالونه جوړول پکې شامل دي.
دغه پروژې د اړمنو کورنیو لپاره د لنډمهالې کارموندنې او عاید زمینه برابروي او په ورته وخت کې به د عامه زیربناوو په جوړولو او بیارغولو سره د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر اړتیاوې هم پوره کړي.
