بامیانو کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ۲۰۰ ماشومانو ته وړیا جراحي عملیات ترسره شول

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۲۵
K

شنبه، ۱۰ جمادى ‌الآخره ۱۴۴۸

د جرمني هېواد د شونډو او تالو چاود په برخه کې متخصصو روغتیاپالانو د آغا خان بنسټ په ملاتړ په بامیان ولایت کې د دغو ناروغیو لرونکو ۲۰۰ ماشومانو وړیا جراحي عملیات ترسره کړل، چې له جملې یې ۷۵ تنه هغه ناروغ ماشومان دي چې د درملنې لپاره یې د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې نوم ‌لیکنه کړې وه.

په همدې تړاو، د افغاني سرې میاشتې مرستیال حافظ عزیزالرحمن په مرکزي دفتر کې د جرمني د متخصصې ډلې له مشر ډاکټر هاینریش شون آیش، مرستیال ډاکټر ماکسیمیلیان هېسېناوئر او مل پلاوي سره وکتل.

حافظ عزیزالرحمن د جرمني متخصصو روغتیاپالانو د ترسره کړي خدمت ستاینه وکړه او د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو په اړه یې معلومات شریک کړل. نوموړي ډاډ ورکړ چې افغاني سره میاشت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له متخصصو ډلو سره هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو ته چمتو ده.

د جرمني د متخصص پلاوي مشر، باميان ولایت کې د شونډو او تالو چاود ناروغانو د درملنې او عملياتو په اړه معلومات شریک کړل او خوښي یې څرګنده کړه چې د بامیان ولایتي روغتون کې یې په بریالیتوب سره د ماشومانو عملیات ترسره کړل.

هغه وویل، موږ د خپلو روغتیايي خدمتونو ډېره برخه په لرې پرتو سیمو کې وړاندې کوو، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې خلک یې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري. نوموړي زیاته کړه، موږ په کال کې یو یا دوه ځل افغانستان ته راځو او د دوو اوونیو په موده کې اړمنو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه ترسره کوو. جرمني متخصصانو د افغاني سرې میاشتې د بشري او روغتیايي خدمتونو ستاینه وکړه او د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یې له افغاني سرې میاشتې سره د لا زیاتو همکاریو لېوالتیا څرګنده کړه.

افغاني سره میاشت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او هغو ناروغانو ته د درملنې د اسانتیاوو د برابرولو په موخه چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، له کورنیو او نړیوالو روغتیايي بنسټونو او متخصصو ډلو سره د همکاریو د پیاوړتیا هڅې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۲۵
Background image

بامیانو کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ۲۰۰ ماشومانو ته وړیا جراحي عملیات ترسره شول

شنبه، ۱۰ جمادى ‌الآخره ۱۴۴۸

د جرمني هېواد د شونډو او تالو چاود په برخه کې متخصصو روغتیاپالانو د آغا خان بنسټ په ملاتړ په بامیان ولایت کې د دغو ناروغیو لرونکو ۲۰۰ ماشومانو وړیا جراحي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۹:۲۵
Background image

کابل؛ ۳۲ کارکوونکو ته د مالي کړنلارو په اړه څلور ورځنۍ روزنه پیل شوه

شنبه، ۱۰ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د مالي ریاست په نوښت، د روغتیايي خدمتونو، داخلي پلټنې، مالي او پېښو ریاستونو او کنټرول آمریت ۳۲ کارکوونکو ته د مالي مدیریت او کړنلارو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۶:۳۹
Background image

زابل؛ له ۷۰۰ زیانمنو کورنیو سره ۸.۷۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په ځنځیر کلي کې د جګړو له امله له ۷۰۰ زیانمنو کورنیو سره ۸ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته. . .

BACK TO NEWS