لغمان؛ له ۳۵ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د نورلام درې په سیمه کې له ۳۵ هغو کورنیو سره، چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې وې، د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دې مرسته کې ۳۰۰ ډوډۍ، ۶ کارتنه قیماق او ۱۲ کارتنه مُربا شامل وو، چې پر یادو کورنیو ووېشل شول.
یاده مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د لومړنیو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.
